IQNA

په ملګروملتو کې د سیمې د سولې او امنیت پر بیرته ګرځيدا ټينګار او د غونډې بې نتیجې پاي (فیلم)

7:13 - April 16, 2024
د خبر لمبر: 3489052
 ایکنا – د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش ووئيل  سیمه ایزه او نړیواله سوله او امنیت ،  هرساعت کمزوري کیږي، لازیات جنګونه نه شو زغملی . مونږ پابنده یوو ،په لویدیځي غاړې کې تاؤتریخوالی دوروو،حالات په لبنان کې هم آرامه کړو، او د کشتۍ چلونې امنیت هم سره سمندر ته بیرته ستون کړو.

ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ، د ملګروملتو امنیت شورا د جنایتکار صهیونیسټي رژيم  په ضد د ایران له غچ اخستونکي اقدامه وروسته  په لویدیځي آسیا سیمې کې د حالاتو د ارزونې لپاره ترسره کړه.

د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګو تریش  دامنیت شورا په غونډې کې  په لویدیځي آسیا سیمې کې  د حالاتو په باب  دخپلې اندیښڼنې په څرګندولو سره  د تاؤتریخوالي د کمولو غوښته وکړه.  او وې وئيل، ډيپلوماټيک ځایونه خونديتوب لري او اسرائيلو  په دمشق کې د  ایران په کنسولګرۍ په حملې سره ددغه اصول خلاف ورزي وکړه.

 په امنیت شورا کې د  امریکا استازي رابرټ ووډ  په دغې غونډې کې پخپلو څرګندونو کې ووئيل، ایران له نړیوالو ژمنو څخه ډډه کوي، رابرت ووډ دایران په ضد د تورونو په تکرارولو سره  ووئيل،  دا د امنیت شورا دنده  ده چې  اجازت ورنه کړي، د ایران اقدامات بې ځوابه پاتې شي.

 همداراز  د امنیت شورا په دغې بیړنۍ ناستې کې د جنوبی کوریا  استازي هم د ایران وروستۍ حمله د اندیښنې وړ وبلله  او وې وئيل،  کله  اسرائيلو د ایران په سفارتي ودانۍ حمله وکړه ،نو مونږ خبرداری ورکړ.

 د جاپان استازي هم  په اسرائيلو دایران د حملې پایلې  اندیښمنونکي وبللې  او وې وئيل دا  اقدام ټول له خطرې سره مخامخ کوي

همداارز په دغې ناستې کې د فرانسې ،انګلستان ، جرمني استازو هم پخپلو څرګندونو کې  په نیواکي ټاټوبو کې  په ځينو ټارګټونو  دایران  بې مخینې غج اخستونکي حملې محکومې کړې  او مدعی شول چې  دغه  اقدام د زرګونو خلکو ژوند ګواښلی دی.

 البته  په دغې ناستې کې د روسیې  استازي  پخپلو څرګندونو کې  د امنیت شورا په ریاکار ،دوه ګوڼي  او شرمیدلي کړچار په نیوکو سره ووئيل،کله په دمشق کې د ایران د سفارت په کنسولي ودانۍ  حمله وشوه ، مونږ  په امنیت شورا کې  د هغو د نه محکومولو په باب خبرداری ورکړی ؤ.واسیلی نبنزیا  دغه راز ووئيل، هغه څه چې اوس ئې په امنیت شورا کې شاهدان یوو، د ریاکارۍ، دوه ګوڼي معیارنمایش او ډیره د شرم خبره ده.

د امنیت شورا په ناستې کې دغه راز د چین استازي هم ووئيل،  په غزې تړانګې کې د نښتو اوږدیدا  په سیمې کې دتاؤتریخوالی د لازیاتیدا سبب کیږي.

داپه داسې حال کې دي چې  د ایران د اسلامی جمهوریت  لوړپوړو چارواکو یو ځل بیا په خبرداري ورکولو سره روښانه کړې ده ،که امریکا  پر مونږ حمله وکړي، نو د  غاښ ماتونکي ځواب لپاره  به له خپل حقه استفاده وکړو او  د خپل ملي  ګټو او  خاورې د  امنیت د ساتلو په باب له هیچا سره ټوکې نه کوو.

  https://iqna.ir/fa/news/4210459

 

captcha